Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اندونیزیا سفیر: ځیني هېوادونه د افغانستان د واقعیت پټولو هڅه کوي

غزني‌ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر غزني ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت له تاریخي ځایونو او موزیم څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي چې ځیني هېوادونه د افغانستان د واقعیت پټولو هڅه او د افغانانو په اړه منفي تبلیغات کوي.

د غزني ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي ملا عبدالصمد جاوېد په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر سره په لیدنه کې له هغه هېواد سره د ښو اړیکو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان او اندونیزیا اوږدمهاله او تاریخي اړیکې لري.

د غزني والي ویلي: «اندونیزیا د یوه دوست او ورور هېواد په توګه تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او موږ یې د دوستانه اقداماتو ستاینه کوو.»

په خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې په دې لیدنه کې د اندونیزیا سفیر د دواړو هېوادونو فرهنګ هم ګډ بللی او د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا د ډاډ ترڅنګ یې ویلي چې هڅه کوي د افغانستان په اړه د مهمو هېوادونو نظرونه مثبت کړي او د افغانستان واقعیتونه ورته معرفي کړي.

په خبرپاڼه کې د اندونیزیا د سفیر له قوله ویل شوي: «ځیني هېوادونه غواړي د افغانستان واقعیت پټ پاتې شي او د افغانانو په اړه منفي تبلیغات کوي.»

هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به دوامداره وي؛ ځکه چې د اندونیزیا خلک د افغانانو مسلماني، زړورتیا او اتلولي پېژني.

دغه‌راز، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اندونیزیا سفیر ډاکټر ناندا اوالیسټ دغه ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه ریاست له رییس ملا حمیدالله نثار سره د لیدنې ترڅنګ د موزیم له نندارتون او تاریخي ځایونو هم لیدنه کړې ده.

د اندونیزیا سفیر غزني ته د خپل سفر موخه د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د فرهنګي اړیکو پراختیا بللې او ژمنه یې کړې چې هڅه کوي له اسلامي امارت سره د خپل هېواد فرهنګي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

په همدې حال کې، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار په دې لیدنه کې ویلي: «د غزني په موزیم کې د اسلام او له اسلام څخه د مخکې دورو زرګونه تاریخي اثار ساتل کېږي چې د افغانستان د تاریخي هویت په معرفي کولو کې د پام وړ رول لري.»

د هغه په ​​خبره، دا ډول سفرونه د اسلامي امارت او اندونیزیا ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او دغه‌راز د ګډو فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې لپاره زمینه برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.