Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون له مشر سره لیدلي

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس په کابل کې د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون له مشر سره په لیدنه کې له دغه هېواد سره په تخنیکي او مسلکي برخو کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې ادارې مشر میرویس اشرف په خپل کاري دفتر کې د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون له مشر عزیز مهیلیوف سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې میرویس اشرف یو ځل بیا له اوزبېکستان سره په تخنیکي او مسلکي برخو کې پر بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ.

کرکټ بورډ لیکلي، د اوزبېکستان کرکټ فدراسیون مشر له یوه پلاوي او ځینو لوبغاړو سره یو ځای د لوبڅارنې په دوه ورځني کورس او د ظرفیت لوړونې په کمپ کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ په دې وروستیو کې د اوزبېکستان له کرکټ بورډ سره د شوي هوکړه‌لیک له مخې، د لوبغاړو د ظرفیت لوړونې، د لوبڅارانو او د لوبې د ریفریانو د روزنې، د کرکټ د پراختیا او ودې، د مسلکي کسانو د روزنې او اړوند نورو برخو کې همکاري کوي.

د یادونې ده، د تېرې لېندۍ میاشتې په نهمه د افغانستان کرکټ بورډ او د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون مسوولینو ترمنځ د کرکټ برخه کې د همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.