Language

د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه لوبه نن له متحده عربي اماراتو سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د کرکټ ملي لوبډله په شل‌اوریزه نړۍوال جام سیالیو کې نن د خپلې درېیمې لوبې په موخه د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت سهار لس بجې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغان لوبډلې له دې مخکې په نړۍوال جام سیالیو کې دوه لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې نیوزلېنډ او دویمه یې بیا سوېلي افریقا ته بایللې ده.