Language

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو له امله رامنځته شوو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې د وري میاشتې له شپږمې تر دې مهاله په هېواد کې د ورښتونو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس او ویاند حافظ محمدیوسف حماد وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، بدخشان، کنړ او لغمان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تندر لوېدو پېښو له امله شپږ کسان مړه او اووه ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹ کورنه په بشپړ ډول، ۳۹۴ کورنه په نسبي ډول، ۱۳ دوکانونه په بشپړ او نسبي ډول تخریب او لس کیلو متره سړکونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

نوموړي وایي، همدارنګه ۱۱۳۲ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او په ټولیزه ټوګه ۱۰۴۲ کورنۍ زیانمنې شوې او ۲۱۲ کورنۍ بی‌ځایه شوي دي.

د حماد د معلوماتو له مخې، د وري میاشتې له شپږمې نېټې څخه تر نن ورځې پورې د هېواد په کچه د بارانونو او سېلابونو له امله ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، ۳۱۹ کورونه په بشپړ ډول او ۱۲۵۷ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او همدارنګه ۵۴۵۶ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او په ټولنیزه توګه ۲۷۷۵ کورنۍ د طبیعي پېښوله امله زیانمنې شوي دي.