Language

ننګرهار کې د کورونو د چت لوېدو په پېښو کې۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې 

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۵): د ننګرهار ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د کورونو د چت لوېدو له مله لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپپان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون پژواک ته وویل چې نن سهار د جلال‌اباد ښار انګورباغ سیمه کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز بدلون زیاتوي چې د دغه ولایت په شیرزادو، خوګیاڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې هم د سختو ورښتونو له امله د خونو چت لوېدو په پېښو کې پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۱۰ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.