Language

د لاس‌پلورونکو د تنظیم لپاره د ا.ا د مشرتابه فرمان

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۵): د ا.ا د مشرتابه په فرمان کې ښاروالیو ته سپارښتنه شوې چې د لاس‌پلورونکو د چارو د تنظیم لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي او د اړتیا په صورت کې یې دې پرته له دې چې زیان وکړي، بدل کړي، وړیا پېژندکارتونه دې ورته ووېشي او دغه‌راز لاس‌پلورونکي دې د مشتریانو د جلب لپاره له لاوډسپېکرونو کار نه اخلي.

په فرمان کې راغلي چې د ښاري بې‌نظمۍ او ګڼې‌ګوڼې د مخنيوي او د لاس پلورونکو د چارو د تنظیم په موخه ټولې ښاروالۍ مکلفې دي چې د لاس‌پلورونکو لپاره ځانګړي ځایونه مشخص کړي او د اړتیا په صورت کې يې بدل کړي، خو چې پلور يې متضرر نه شي.

د دغه فرمان له مخې، باید د هر لاس پلورونکي لپاره په مشخصه کچه ځای وټاکل شي، د غرفو، تختونو او کاري مېزونو د طرحې (نقشه) ورته برابره شي، لاس‌پلورونکي په ناحیو کې ثبت شي، ثبت شوو لاس پلورونکو ته په وړیا توګه د پېژندګلوۍ کارتونو ووېشل شي، د ثبتولو لپاره یې د معلوماتي زېرمې (ډیتابېس) جوړې شي او د هغوی مکمل شهرت، د فعالیت ډول او د فعالیت ساحې (د GPS نقطې) یې ثبت شي.

په فرمان کې راغلي چې د لاس‌پلورونکو له لوري د تاریخ‌تېرو او ممنوعه توکو د خرڅلاو او په ممنوعه سيمو کې د فعالیت او د لاس‌پلورونکي د پېژندګلوۍ کارت د نه لرلو د مخنیوي په موخه باید د اړوند سیمو دوامداره نظارت وشي.

دغه‌راز، ښاروالۍ مکلفې شوې چې «د لاس‌پلورونکو د لا ښه ترتیب او تنظیم په منظور داسې فرصت برابر کړي چې هر سل لاس‌پلورونکي یو تن د خپل استازي په توګه وټاکي او ښاروالۍ ته يې معرفي کړي، البته ټاکل شوی شخص يوازې د هغوی استازی دی، نه قراردادي.»

د فرمان له مخې، ښاروالۍ نه شي کولای په فرمان کې د ذکر شوې طرحې (نقشې) په مقابل کې له لاس‌پلورونکو پیسې واخلي، بلکې یاده طرحه (نقشه) دې د دغه فرمان له حکمونو سره سم کارت‌لرونکي لاس پلورونکي ته په اختیار کې ورکړي او په خپله دې د غرفو، تختونو او کاري مېزونو له جوړولو او خرڅولو ډډه وکړي.

دغه‌راز، د فرمان له مخې، ښارونو کې لاس‌پلورونکي مکلف دي چې ښاروالیو ته د اړوندې برېښنايي پېژندپاڼې نقل او د مبایل فعاله شمېره وسپاري؛ د ښاروالیو له تأیید شوې طرحې او مشخصاتو سره سم خپلې غرفې، تخت یا کاري مېز جوړ کړي، د اړوندې سیمې نظافت مراعات کړي او د مشخص شوي ځای د پرېښودو په صورت کې اړوندې ښاروالۍ ته په لیکلي ډول خبر ورکړي.

د  فرمان په درېیمه ماده کې راغلي چې د ښارونو لاس‌پلورونکي دې د مشتريانو جلبولو لپاره د لاوډسپېکرونو له کارولو ډډه وکړي، زاړه (تاریخ‌تېر) او ممنوعه توکي دې نه پلوري، بل شخص ته دې خپل مشخص شوي تخت او کاري مېز په کرایه او یا اجاره نه ورکوي، له پلوره یې دې هم ډډه وکړي؛ مګر دا چې مخکې له مخکې یې اړوند ښاروالي په جریان کې کړې وي.

په فرمان کې ویل شوي چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.