Language

لوګر کې د پنځو ولایتونو له ۱۴ کلنو د کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

پل‌علم (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د لوګر د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د پنځو ولایتونو له ۱۴ کلونو د کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک ته وویل چې په دغو سیالیو کې د لغمان، پکتیا، میدان‌وردګو، خوست او لوګر ولایتونو منتخبې لوبډلې برخه لري.

د نوموړي په خبره، دغه سیالۍ د لوګر د المپیک او بدني روزنې امریت په همکارۍ او د فوټبال فدراسیون د مسوولینو په حضور کې، د فیفا د اصولو او قوانینو له مخې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو موخه د تنکیو ځوانانو د استعدادونو وده، د ورزش د کلتور ترویج او د ځوانو ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا ده. د هغه په خبره، لوبې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم ډول ترسره کېږي.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لغمان د ځوانانو لوبډلې او د پکتیا د سولې لوبډلې ترمنځ سیالي ترسره شوه چې په پایله کې د پکتیا د سولې لوبډلې د ۲ پر ۱ ګولونو په توپیر بریا خپله کړه او بل پړاو ته یې لار ومونده.

د مسوولینو په خبره، ټاکل شوې دغه سیالۍ د یوې اووۍ لپاره د لوګر په کوربه‌توب دوام وکړي.