Language

د عدلیې وزارت: تېر کال ۲۲۷ خیریه بنسټونو او اتحادیو ته جوازونه ورکړل شوي

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې ۶۳ خیریه بنسټونو او ۱۶۴ اتحادیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي، خو د سرغړونو له امله یې ۵۲ ټولنې تړلې او جوازونه یې لغوه کړي دي.

د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې یې ۶۳ خیریه بنسټونو او ۱۶۴ اتحادیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او دغه ټولنې عملاً په مرکز او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت ترسره کوي.

سرچینه دغه‌راز کاږي چې په همدې موده کې د ۱۸۱ خیریه بنسټونو او اتحادیو له فعالیتونو څارنه شوې چې د دغه بهیر په پایله کې ۳۶ ټولنې تړل شوې او د ۱۶ نورو جوازونه لغوه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نظارتي پلاوو د څارنې پر مهال د دغو بنسټونو مسوولینو ته د اصلاحاتو، همغږۍ، له اړمنو سره د مرستې او له خلکو سره د ښه چلند په اړه لازمې سپارښتنې کړې دي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال د ۳۹۹ اتحادیو او ۲۸۱ خیریه بنسټونو په ګډون ټولټال ۶۸۰ ټولنې په دغه وزارت کې ثبت دي چې د هېواد په کچه فعالیت کوي.

یاد وزارت ویلي چې د خیریه بنسټونو د جواز ورکولو بهیر د اسانتیا لپاره هڅې روانې دي، څو غوښتونکي وکولای شي په اسانه جواز ترلاسه او له اړمنو سره مرستې وکړي.

همدارنګه، وزارت له خیریه بنسټونو او اتحادیو غوښتي چې خپلو فعالیتونو ته سوداګریزه بڼه ورنه کړي او له هغو د عاید سرچینې په توګه ګټه وانخلي، بلکې د خلکو د ستونزو د حل لپاره له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کار وکړي.

سرچینه ټینګار کوي چې مرستې باید اړمنو ته په عزتمندانه ډول وړاندې شي او له هر هغه عمله ډډه وشي چې د هغوی د سپکاوي لامل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډول سرغړونو په صورت کې به له اړوندو بنسټونو سره جدي قانوني چلند وشي.