کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د هېواد د معیار او کیفیت ملي اداره وایي چې په حیرتان بندر کې یې د بېکیفیته سمنټو ۱۱ واګونونه بېرته صادروونکي هېواد ته مسترد کړي دي.
یادې ادارې نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي په موخه یې د حیرتان بندر له لارې د ۷۴۸ ټنه بېکیفیته سمنټو بار لرونکي ۱۱ واګونونه بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو ۱۱ واګونونو کې بار شوي سمنټ د اړینو ازموینو له ترسره کېدو وروسته له کورنیو معیارونو او کیفي شرایطو سره د نه مطابقت له امله بېکیفیته تثبیت شول او د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.
سرچینې زیاته کړې چې د معیار او کیفیت ملي اداره په دوامداره توګه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي او د مصرفوونکو د کیفیت، خوندیتوب او باور د تأمین په موخه عملي ګامونه پورته کوي.