کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي، په شېخ ابو نصر فراهي بندر کې یې څه باندې ۵۸ ټنه بېکیفیته ودانیزو توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.
یادې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي په موخه په شېخ ابو نصر فراهي بندر کې ۵۸.۱ ټنه د کاشیو دوه محمولې چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول شوې.
سرچینې لیکلي، د معیار او کیفیت اداره په دوامداره توګه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي او د مصرفوونکو د کیفیت، خوندیتوب او باور د تأمین په لاره کې عملي ګامونه پورته کوي.
ابونصر فراهی بندر د فراه ولایت په لوېدیځ کې، د افغانستان او ایران پر پوله موقعیت لري او د هېواد له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي.