منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

له حیرتان بندره څه باندې ۹۵ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته ګرځول شوې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د سټنډرډ ملي ادارې اعلان کړی چې د تخنیکي ارزونو له ترسره کېدو وروسته یې له حیرتان بندره له ۹۵ ټنه ډېره غیرمعیاري نبشي اوسپنه بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولې ده.

یادې ادارې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د داخلېدو د مخنیوي په موخه یې ۹۵.۳ ټنه نبشي اوسپنه د حیرتان بندر له لارې بېرته ګرځولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه اندازه اوسپنه له اړینو ازموینو وروسته له کورنیو معیارونو او کیفي غوښتنو سره د نه مطابقت له امله غیرمعیاري وپېژندل شوه او د هېواد بازارونو ته یې د داخلېدو اجازه ترلاسه نه کړه.

سرچینې زیاته کړې چې د معیار او کیفیت اداره په دوامداره توګه د بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخه نیسي او د کیفیت، خوندیتوب او د مصرفوونکو د باور د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کوي.