ژبه

جاپان افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره ۳۵ میلیون ډالر ځانګړي کوي

سهراب سروری

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۱

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): په کابل کې د جاپان سفیر د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې روان کال په افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې په پام کې نیولې دي.

د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماسا موتو د دغه وزارت له وزیر قاري دین‌محمد حنیف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او بشري مرستو زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ماسا موتو ویلي چې جاپان افغانستان ته د بشري او پراختیايي مرستو دوام ته ژمن دی او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې روان کال هم د جاپان له لوري د افغانستان خلکو ته په ټوله کې د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې په پام کې نیول شوې دي. همدارنګه ټاکل شوې چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو بندونو (چک ډیمونو) جوړولو، د اوبو د مدیریت او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره جاپان د ۹.۳ میلیون ډالر مالي مرسته هم وکړي.

بل لور ته، د اقتصاد وزیر د افغانستان او جاپان ترمنځ ښې اړیکې تاریخي بللې دي.

د هغه په خبره، د خوړو له ناامنۍ سره مبارزه او د هېوادوالو د ژوند د وضعیت ښه کول د بېلابېلو سکټورونو په ملي پروګرامونو کې د همغږۍ له لارې، چې د فقر او بېکارۍ کچې په چټکۍ کمېدو کې مرسته کوي، د اقتصاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او وزارت هڅه کوي چې د خلکو د اقتصادي او معیشتي وضعیت د ښه والي لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.

هغه ټینګار کړی چې د زیانمنو سیمو، د پرله‌پسې وچکالیو او اقلیمي بدلونونو له امله اغېزمنو خلکو او همدارنګه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د پراخو اقتصادي او معیشتي ستونزو حل د نړۍوالې ټولنې هراړخیزې همکارۍ، د بېړنیو پروګرامونو پلي کولو او پر ټولنیزو بنسټیزو زیربناوو د پانګونې غوښتنه کوي.