کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د چاپیریالساتنې ملي اداره وایي چې د دې ادارې عمومي رییس د یوه پلاوي په مشرۍ په سیمهییزه ایکولوژیکي سرمشریزه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
د چاپیریالساتنې ملي ادارې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص نن (سهشنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ په سیمهییزه ایکولوژیکي سرمشریزه کې د ګډون په موخه د قزاقستان پلازمېنې «استانې» ته ولاړ.
سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې دغه سرمشریزه سبا پیل شي او درې ورځې دوام وکړي چې پکې به د سیمې هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو ادارې، نړۍوالو بنسټونو او چاپېریالساتنې برخې متخصصین ګډون ولري.
د چاپېریالساتنې ادارې لیکلي، دا سرمشریزه د اقلیمي بدلون، چاپېریالساتنې او طبیعي سرچینو د دوامداره مدیریت برخه کې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم نړۍوال پلټفارم بلل کېږي.
په دې غونډه کې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو حللارو موندلو، د اوبو او ځمکې اغېزناک مدیریت، د ځنګلونو او ایکوسیسټمونو ساتنې، د ککړتیا کمولو او د شنو اقتصادي بدلونونو په ګډون پر مهمو موضوعاتو بحثونه ترسره شي.
سرچینه کاږي، په یاده غونډه کې د چاپېریالساتنې ملي ادارې د ګډون موخه د سیمې له هېوادونو او نړۍوالو شریکانو سره د تجربو تبادله، د اقلیمي خطرونو کمولو لپاره د همکاریو پراخول او د افغانستان د چاپېریالي اړتیاوو او لومړیتوبونو مطرح کول دي.
د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې عمومي رییس به د دې سرمشریزې په عمومي غونډو او تخنیکي ناستو کې ګډون او وینا وکړي او همداراز به له یو شمېر نړۍوالو استازو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه جلا لیدنې او کتنې هم ولري.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې لیکلي چې دغه سرمشریزه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي چې کولی شي د سیمې هېوادونو ترمنځ د ګډو اقداماتو او دوامدارو حللارو لپاره زمینه برابره کړي.