Language

فاریاب کې د ۱.۱۲ میلیارد افغانیو په لګښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په فاریاب ولایت کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پیل شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پروژو کې د فاریاب له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون‌کوټ ولسوالۍ کې د پنځه میګاولټ- امپير ظرفیت لرونکو ترانسفرمرونو له لارې د برېښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي.

سرچینه زیاتوي چې پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري یې مالي تمویل کېږي او ټاکل شوې چارې یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د برېښنا برخه کې د سیمې خلکو ستونزې راکمې او اسانتیاوې به ورته رامنځته شي.