کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۵):متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د نفتو صادرونکو هېوادونو له سازمان (اوپک) او اوپکپلس څخه وځي، او وايي دا پرېکړه یې د خپلو ملي ګټو د لومړیتوب لپاره کړې ده.
دا پرېکړه په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او اسرائیل روانه جګړه له ایران سره د انرژۍ په بازارونو کې لوی ګډوډي رامنځته کړې او نړیوال اقتصاد یې اغېزمن کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، دې وضعیت نړیوال بازارونه سخت زیانمن کړي دي.
د دولتي رسنیو د راپور له مخې، دا پرېکړه به د جمعې له ورځې عملي شي او د اماراتو «اوږدمهاله ستراتیژیک او اقتصادي لید او د انرژۍ د سکتور بدلون» څرګندونه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ د دې سازمان د غړیتوب پر مهال مهمې ونډې اخیستې او د ټولو د ګټو لپاره مو لویې قربانۍ ورکړې دي، خو اوس وخت رسېدلی چې خپلې هڅې د ملي ګټو پر لور متمرکزې کړو.»
د اماراتو وتل، چې د اوپک له پخوانیو غړو څخه ګڼل کېږي، د دې سازمان او اوپکپلس لپاره لویه ضربه بلل کېږي او کېدای شي د دې ائتلاف یووالی کمزوری کړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د تولید د کچې او سیاسي اختلافاتو په اړه لا هم ستونزې شته.
د اماراتو د انرژۍ وزیر سهیل محمد المزروعي ویلي چې دا پرېکړه د هېواد د اوسنیو او راتلونکو انرژۍ تګلارو تر دقیقې ارزونې وروسته شوې ده. هغه زیاته کړه چې اماراتو د دې پرېکړې مخکې له هېڅ هېواد، ان له سعودي عربستان سره هم مشوره نه ده کړې.
هغه رویټرز ته ویلي: «دا یوه تګلاريزه پرېکړه ده چې د تولید د کچې اړوند د اوسنیو او راتلونکو پالیسیو له ارزونې وروسته شوې ده.»
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې اوپک تورن کړی و چې د نفتو بیې لوړې ساتي او نور هېوادونه زیانمنوي.