ژبه

امریکا پېښور کې خپله کونسلګري تړي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، امریکا د امنیتي اندېښنو له امله په پېښور کې خپله کونسلګري تړي.

رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې راپور ورکړی چې دا کونسلګري د امریکايي ډيپلوماټانو د امنیت په اړه د اندېښنو له امله تړل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له خیبر پښتونخوا سره د ډیپلوماتیکو اړیکو مسوولیت به په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ته وسپارل شي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا پرېکړه زموږ د ډیپلوماتیکو کارکوونکو د امنیت او د منابعو د اغېزناک مدیریت لپاره زموږ ژمنتیا څرګندوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د کب په ۱۳مه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د امنیتي اندېښنو له امله د دغه هېواد په لاهور او کراچۍ کې د کونسلګریو غیرضروري کارکوونکي او د هغوی کورنۍ باید پاکستان پرېږدي.