کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۵): اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون له خوا د معیار او کیفیت ۶۹ مسودې تایید شوې او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق سپارښتنه وشوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (پنجشنبه) په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډې ته له اجنډا سره سم د معیار او کیفیت ادارې له خوا د معیارونو ۶۹ مسودې د تایید لپاره وړاندې شوې.
خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته یادې مسودې تايید او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق سپارښتنه وشوه.
سرچینې لیکلي، د ۶۹ مسودو له ډلې ۲۹ ازمایشي روشونه او پاتې نور یې معیارونه دي چې د مدیریت، نفتي توکو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي توکو، زراعت او خوراکي موادو، کانونو، چاپېریالساتنې او ساختماني موادو برخه کې جوړ شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د جوزجان شپږو ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې په اړه د تخنیکي، مالي او اقتصادي څېړنو او کړنو په تړاو راپور وړاندې شو. د غونډې ګډنوالو له بحث وروسته پرېکړه وکړه چې په دې اړه دې یو پلاوی یادو ولسوالیو ته سفر وکړي او د خپلو موندنو راپور دې د اقتصادي کمېسیون بلې غونډې ته وړاندې کړي.
سرچینه کاږي، په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا ۷۷ ساختماني شرکت ته د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د زورا سیمې د ډبرو سکرو د ظواهرو د قرارداد ورکولو وړاندیز و چې په اړه یې اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې وه چې د دغه قرارداد ټول اړخونه دې د اصولو په رڼا کې وڅېړل شي او خپل نهایي راپور دې د ریاستالوزراء مقام ته وړاندې کړي.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د ادارو د تېلو د قراردادونو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې او همداراز د کندوز د علياباد ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون په تړاو د عامې روغتیا وزارت راپورونه وړاندې شول.
په غونډه کې له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې یوه کمېټه دې د تېلو د قراردادونو موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور دې د کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، د اقتصادي کمېسیون نننۍ غونډه کې د کندوز علياباد ولسوالۍ د روغتون په اړه پرېکړه وشوه چې د عامې روغتیا وزارت دې په دې ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.