کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د حیرتان ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه بېرته پرانیسته او فعاله یې کړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر د دغې پټلۍ د فعالېدو مراسمو کې په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا برخه کې د ټولګټو وزارت هڅې ستایلې دي.
هغه دغهراز د اوزبېکستان له همکاریو مننه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پیاوړې شوې دي او د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره د بلخ د والي په مشرۍ د اړوندو ادارو ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.
د یادونې ده، د خبرپاڼې له مخې، د حیرتان ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه ۷۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې، پنځه تمځایونه او د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.
د دې برخې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د حجم زیاتوالي او لېږد برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.