کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د برېښنا شرکت وایي چې د وروستیو بارانونو، د اوبو د کچې د پام وړ زياتوالي او تخنیکي ستونزو د هواري له امله د نغلو بند د برېښنا تولید په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۱۶ زره میګاواټهساعته برېښنا تولید شوې ده.
برېښنا شرکت پر خپله اېکسپاڼه د یوه ویډیويي کلیپ په خپرولو ویلي چې د دغه بند د برېښنا تولید د وروستیو میاشتو د پراخو بارانونو، د اوبو د کچې د پام وړ زیاتوالي او د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت له امله د ۱۷ کلونو په پرتله په بېساري کچه لوړه شوې ده.
د سرچینې په حواله، دغه بند د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۱۶ زره میګاواټهساعته برېښنا تولید کړې ده.
د نغلو بند د فابریکې امر انجنیر احمدبشیر سهاک په دې ویډیو کې ویلي چې د دغه بند انجنیرانو او تخنیکي کارکوونکو د برېښنا تولیدي ماشینونو ټولې تخنیکي ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه وړې دي، چې دغه کار د تولید په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.
هغه ویلي چې په اوس وخت کې د نغلو بند ټول څلور ټوربینونه فعال دي او په بشپړ ظرفیت کار کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د مناسب باران او د اوبو د سرچینو د غوره مدیریت له امله د اوبو کچه لوړه شوې او دا چاره د نغلو بند د تولیدي ظرفیت د اعظمي کارونې زمینه برابره کړې ده.
د دغه بند مسوولین هیله څرګندوي چې د اوسني وضعیت په دوام او د تخنیکي وسایلو د چمتووالي په ساتلو سره به د برېښنا تولید بهیر په راتلونکو میاشتو کې هم په ښه کچه دوام وکړي.