ژبه

له سړکونو تر روغتیا او زده‌کړو؛ د نیمروز د چهاربرجک او خاشرود د ځینو کلیو د اوسېدونکو محرومیت

توسط شیما صدیقی

مې 27, 2026 - 7:52 am

Views: 8

زرنج (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۵): د نیمروز ولایت د چهاربرجک او خاشرود ولسوالیو د لرو پرتو کلیو یو شمېر اوسېدونکي د معیاري سړکونو له نشتوالي، د روغتیايي خدماتو له کمښت او تر ښوونځیو پورې له اوږدو لارو شکایت کوي او وایي چې دغو ستونزو یې ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی او په ځینو مواردو کې ان د ناروغانو د مړینې لامل شوې دي.

په نیمروز کې د پژواک خبریال د چهاربرجک او خاشرود ولسوالیو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي.

ستونزمنې لارې او روغتیايي خدماتو ته محدود لاسرسی

د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ د «حاجي امیر» کلي اوسېدونکې فاطمه د خپل کلي او روغتیايي مرکز ترمنځ د ډېر واټن له امله شکایت کوي او یوه دردوونکې کیسه بیانوي.

هغه وایي: «کلینیک له موږ څخه ۳۰ کیلومتره لرې دی، جوړ سړک نشته، موږ غریب خلک یو او ترانسپورټي وسیله نه لرو. تر هغه چې یوه ریکشا مو پیدا کړه څو یوه مور د ولادت لپاره کلینیک ته یوسو، لاره ډېره خرابه وه، په لاره کې د سختو ټکانونو او درد له امله د هغې حالت خراب شو، نږدې یو ساعت یې په لاره کې وینه بهېده پیدا کړه او ماشوم یې ضایع شو.»

د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ورته ستونزو یادونه کوي؛ دوی وایي په یوه پېښه کې یو ماشوم چې د سینه‌بغل ناروغ و، د لارې د اوږدوالي او د ترانسپورټ د نشتوالي له امله کلینیک ته د رسېدو پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.

همدارنګه، د خاشرود ولسوالۍ د «تاګریش» کلي اوسېدونکی مسلم رحماني وایي چې د دې ولسوالۍ لرې پرتې سیمې له لومړنیو خدماتو بې‌برخې دي او خلک د سړکونو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره، د تاګریش سیمه د شاوخوا کلیو په پرتله د تر ټولو محرومو سیمو له ډلې ده او یوازې یو کلینیک له محدودو امکاناتو سره پکې فعالیت لري.

هغه زیاتوي چې د دې سیمې مواصلاتي لارې خامه او غیرمعیاري دي او د بارانونو په موسم کې سخت زیانمنېږي چې له امله یې د ناروغانو انتقال او د خلکو تګ‌راتګ ډېر ستونزمن کېږي.

دغه‌راز، د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکی عارف هم وایي چې ډېری کلي د اساسي زیربناوو له کمښت سره مخ دي.

د هغه په خبره، له ولسوالۍ تر زرنج ښار پورې د لارې ډېره برخه خامه ده او د باران پر مهال تګ‌راتګ ډېر سختېږي.

تر ښوونځیو اوږدې لارې

د چهاربرجک ولسوالۍ د «لولنګي» کلي اوسېدونکی محمدعارف وایي چې دې سیمې ته له پخوا سمه پاملرنه نه شوې.

د هغه په خبره، په ټوله کې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰ ښوونځي دي، خو یوازې ۱۱ فعال دي او نور یا غیرفعال شوي یا د ښوونکو او درسي امکاناتو له جدي کمښت سره مخ دي.

هغه د لولنګي سیمې د منځني ښوونځي پر وضعیت هم اندېښنه څرګندوي او وایي: «دغه ښوونځی اوس تر شپږم ټولګي فعال دی، د پخواني حکومت پر مهال د دغه ښوونځي په تشکیل کې څو ښوونکي وو او قراردادي ښوونکو به په فیس تدریس کاوه، خو د تشکیل له کمېدو وروسته ټول بستونه لغوه شوي او اوس یوازې مدیر پاتې دی چې مجبور دی هم تدریس وکړي او هم د مدیریت چارې پر مخ یوسي.»

کارپوهان

د چهاربرجک یو مدني فعال محمدرسول وايي، د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د پلونو او پلچکونو نشتوالی د باران په موسم کې د خلکو ستونزې څو برابره کوي.

د هغه په خبره، که څه هم ځیني روغتیايي مرکزونه په ولسوالیو کې شته، خو د کلیو او دغو مرکزونو ترمنځ د واټن زیاتوالي خلکو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی محدود کړی دی.

له بلې خوا، د انکشافي چارو کارپوه عبدالله بارک وایي چې د نیمروز د لرو پرتو سیمو ستونزې یوازې په یوې برخې پورې محدودې نه دي، بلکې د زیربناوو، زده‌کړو او روغتیا برخو کې ستونزو دا سیمې په دوامدار محرومیت کې ساتلې دي.

هغه ټینګار کوي چې د معیاري سړکونو له جوړولو پرته اساسي خدماتو ته دوامدار لاسرسی ممکن نه دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو ژمنه

د ولایت مقام د دفتر رییس سیف‌الله محمدي وایي چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د لرو پرتو سیمو د ستونزو د حل په موخه پلانونه جوړ شوي دي.

د هغه په خبره، د سړکونو بیارغونه، د نوو روغتیايي مرکزونو جوړول او د ښوونیزو خدماتو پراختیا په پلان کې ده او ځینو مؤسسو هم د همکارۍ ژمنې کړې دي.

هغه زیاتوي چې ځايي اداره هڅه کوي لرې پراته هغه کلي چې له لومړنیو خدماتو بې‌برخې دي، د انکشافي پروګرامونو په لومړیتوب کې شامل کړي.

هغه د روغتیا برخه کې وویل چې تازه د نړۍ ډاکټرانو (MDM) مؤسسې په همکارۍ دوه روغتیايي مرکزونه د ماشومانو د تغذیې او د ښځو د روغتیا برخو کې په پام کې نیول شوي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به فعالیت پیل کړي.

نوموړی همدارنګه وایي چې د معارف برخه کې سیمه‌ییزې ادارې پوهنې وزارت ته مشخص وړاندیزونه وړاندې کړي او له اړوندو ادارو سره څو غونډې هم ترسره شوې دي.

هغه زیاتوي چې مؤسسو هم ژمنه کړې چې په روان کال کې به د ښوونې، رغونې، عامې روغتیا او نورو خدماتي برخو کې له حکومت سره همکاري کوي، څو محرومې سیمې د خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.