ژبه

په هرات کې د ورځې زرګونه قلمه درمل تولیدېږي

توسط بنیامین بارز

مې 28, 2026 - 10:05 am

Views: 23

هرات (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس وايي چې له پاکستانه د درملو پر وارداتو له بندیز وروسته په دغه ولایت کې د درمل‌جوړولو فابریکو تولید زیات شوی او اوس هره ورځ زرګونه قلمه درمل او لسګونه زره سیرومونه د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محمدناصر امین پژواک ته وویل چې اوس‌مهال په هرات کې د درمل‌جوړولو اته فابریکې فعالې دي چې هره ورځ زرګونه قلمه درمل تولیدوي او داخلي بازارونو ته یې عرضه کوي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز د هرات د درمل‌جوړونې پر صنعت مثبت اغېز کړی او د دغه صنعت د ودې لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د هغه په خبره، دغه اقدام د کورني تولید غوړېدو لپاره ښه فرصت رامنځته کړی او پانګه‌وال یې د داخلي تولیداتو پراختیا ته هڅولي دي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس زیاتوي چې د کورني تولید ملاتړ کولی شي افغانستان د درملو برخه کې ځان‌بسیاینې ته ورسوي او پر وارداتو یې تکیه راکمه کړي.

د فابریکو مسوولین: د درملو تولید ډېر شوی

د «ایتوک فارما» فابریکې مسوول محمدحسین شریف‌زاده وايي چې په دغه شرکت کې له روغتیايي معیارونو سره سم څه باندې پنځوس ډوله لوړ کیفیت‌لرونکي درمل تولیدېږي.

د هغه په خبره، د دې فابریکې تولیداتو د کورني بازار یوه برخه پوره کړې او په تدریجي ډول د بهرنیو درملو ځای نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې د مناسب کیفیت او د مناسب قیمت له امله د دغه شرکت ونډه په بازار کې لوړه شوې او پر داخلي درملو د خلکو باور هم زیات شوی دی.

په همدې حال کې د دغه شرکت اجرائیوي رئیس فیروزاحمد عثماني وايي چې هره ورځ تر ۸۰ زره قلمو پورې درمل په دې فابریکه کې تولیدېږي او کارکوونکي د ورځې او شپې په دوږ نوبتونو کې بوخت وي څو د بازار اړتیاوې پر وخت پوره شي.

هغه زیاته کړه چې د تولید، بسته‌بندۍ او کیفیت څارنې برخو کې لسګونه کسان کار کوي او هڅه کېږي چې د تولید ټولې مرحلې له روغتیايي معیارونو سره سم ترسره شي.

بلخوا، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د زرقي محلولونو تولیدوونکې «پارساوا» فابریکې مسوولین وايي چې دوی هم هره ورځ تر ۶۰ زره سیرومونو پورې تولید لري. دا فابریکه د څه باندې درې میلیون ډالرو په پانګونه جوړه شوې او اوس د هېواد د داخلي درملو په تأمین کې مهم رول لري.

د «پارساوا» فابریکې رئیس محمدرضا عالمی وايي چې په دې فابریکه کې څه باندې ۴۰ ډوله معیاري درمل او زرقي محلولونه تولیدېږي او محصولات یې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته رسېږي.

هغه له کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د خلکو او حکومت ملاتړ کولی شي د تولیدوونکو لپاره هڅوونکی وي او د دغه صنعت د پراختیا زمینه برابره کړي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د بې‌کیفیته درملو د وارداتو مخه ونیسي څو کورني تولیدوونکي لا زیات پیاوړي شي.

د هغه په خبره، په دې فابریکه کې په مستقیم ډول تر ۲۵۰ کسانو کار کوي او هڅې روانې دي چې د تولید ظرفیت لوړ او د بازار زیاتې اړتیاوې د کورني تولید له لارې پوره شي.

د درمل پلورونکو نظر

یو درمل پلورونکی محمدداوود وايي چې د وارداتي درملو یوه برخه د اړتیا وړ کیفیت نه لري او که د بې‌کیفیته درملو د وارداتو مخه ونیول شي، د کورني صنعت د ودې زمینه به لا پراخه شي.

د هغه په خبره، که دولت د بې‌کیفیته درملو د وارداتو مخه ونیسي او د درملو د قاچاق پر وړاندې جدي اقدام وکړي، نو دا به په هېواد کې د حکومت تر نظارت لاندې د باکیفیته درملو د تولید د زیاتوالي سبب شي.