ژبه

د ۲۰۲۷ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو ته د لوبډلو ګروپونه اعلان شول

توسط هجرت‌الله کاکړ

مې 29, 2026 - 11:05 am

Views: 3

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، بحرین او تاجکستان سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۷ کال له ۲۰ کلنو د کم‌عمره لوبغاړو د اسیا جام مقدماتي سیالیو ته د لوبډلو د ګروپ‌بندۍ مراسم پرون د مالیزیا هېواد په کولالمپور ښار کې ترسره شوې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، بحرین او تاجکستان سره په D ګروپ کې راغلې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د D ګروپ سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د اګسټ له ۲۵مې څخه د سپټمبر میاشتې تر ۶مې پورې د بحرین په کوربه‌توب ترسره شي.

دغه‌راز، د دغو سیالیو په A ګروپ کې جنوبي کوریا، قرغیزستان، فیلپین او لبنان، په B ګروپ کې اوزبېکستان، سوریه، هند او بنګله‌دېش، په C ګروپ کې ایران، ویتنام، شمالي کوریا او فلسطین شامل دي.

همدارنګه په D ګروپ کې اردن، تاجېکستان، بحرین او افغانستان، په E ګروپ کې سعودي عربستان، قطر، عمان او هانګ کانګ، په F ګروپ کې عراق، ټایلنډ، متحده عربي امارات او ترکمنستان، په G ګروپ کې جاپان، یمن، کامبودیا او کویټ، په H ګروپ کې اسټرالیا، اندونیزیا، مالیزیا او لاوس شامل دي.