کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، سپاه پاسداران اعلان کړی چې نن سهار یې د امریکا د پوځ اړوند یوه «اېمکیو۱» بېپيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران عامه اړیکو نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې بېپيلوټه الوتکې د ایران د ځمکنيو اوبو فضا ته په داخلېدو سره د «دښمنانه عملیاتو» هڅه کوله، خو سمدستي د سپاه له خوا په نښه او وغورځول شوه.
د سپاه خبرپاڼه کې راغلي: «د سپاه هوايي دفاع خبرداری ورکوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ځمکنيو اوبو فضا په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې ده او د هر ډول تېري پر وړاندې به پرېکنده چلند وشي.»
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ هم یوه امریکايي چارواکي ویلي وو چې د دغه هېواد ځواکونو د ایران څلور بریدګرې بېپيلوټه الوتکې نسکورې کړې او د بندرعباس ښار یو کنټرول مرکز یې په نښه کړی؛ ځکه د هغه په خبره، له هغه ځایه د یوې بېپيلوټه الوتکې د توغولو چمتووالی روان و.
له دې پېښې وروسته، سپاه پاسداران د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته اعلان کړی و چې د دغه برید په غبرګون کې یې د امریکا یوه هوايي اډه په نښه کړې ده.