ژبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن شپه له مالدیف سره لوبه کوي

توسط سهراب سروري

جون 1, 2026 - 9:14 am

Views: 10

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن شپه د مالدیف د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه لوبه نن (دوشنبه) د شپې په ۸:۳۰ بجو ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې ګډون لري او د روان کال د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې نېټې پورې د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې له یو بل سره سیالي کوي.

دغه سیالۍ په مالدیف کې د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې دي او موخه یې د راتلونکو سیالیو لپاره د سیمې د لوبډلو چمتووالی بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان به خپله دویمه لوبه د غبرګولي په ۱۴مه د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي او په درېیمه لوبه کې به د غبرګولي په ۱۷مه د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې سره مخامخ شي.