کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مالدیف څلور اړخیزو نړۍوالو سیالیو پایلوبه کې نن له پاکستان سره مخ کېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې یاده پایلوبه د افغانستان پر وخت نن شپه ۸:۳۰ بجې ترسره کېږي.
دغه لوبه په مالدیف کې ترسره کېږي.
د مالدیف څلوراړخیزو نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف او پاکستان ملي او د بنګلهدېش له ۲۳ کلنو کمعمره لوبډلې ګډون لري.
دغهراز، افغانستان په یادو سیالیو کې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه کې یې مالدیف ته ماتې ورکړه، دویمه لوبه یې د بنګلهدېش له ۲۳ کلنو کمعمره لوبډلې سره مساوي کړه او درېیمه لوبه یې پاکستان ته وبایله.