کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سکاټلنډ هایټي او اسټرالیا ترکیې ته ماتې ورکړه.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او د مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په دوام نن د سکاټلنډ او هایټي او د اسټرالیا او ترکیې ترمنځ لوبې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې لومړۍ لوبه د سکاټلنډ او هایټي ترمنځ وه چې سکاټلنډ یو پر صفر هایټي ته ماتې ورکړه.
د سکاټلنډ په ګټه یوازېنې ګول په ۲۸مه دقیقه کې جان مکګین شاټ وواهه.
همدارنګه په دغو سیالیو کې بیا بله لوبه د اسټرالیا او ترکیې ترمنځ وه چې د کاناډا د ونکوور ښار په «بيسي پلس» لوبغالي کې ترسره شوه.
دغهراز یاده لوبه کې اسټرالیا ترکیې ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.
د اسټرالیا لپاره لومړی ګول په ۲۷مه دقیقه کې نستوري ایرانکونډا وواهه او دویم ګول بیا کانر مېټکالف په ۷۵مه دقیقه کې ترسره کړ.