ژبه

غزني کې د مرمۍ چاودنې درېیو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

واحدالله جمعه‌زاده

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۳

Views: ۵

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون ماښام د غزني ښار اړوند د کایوان دښتې ساحه کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي، یادو درېیو ماشومانو مرمۍ موندلې وه او غوښتل یې له یوه ځایه یې بل ځای ته ولېږدوي چې چاودنه یې پرې کړې ده.

خبرپاڼه کې رغلي چې په دې پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

امنیې قومانداني لیکلي چې د پېښې ټپیان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.