کندهار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د کندهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې يوې ښځې خپل پخوانی خاوند په ډزو وژلی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د یکشنبې په ورځ پژواک ته وویل چې پېښه نن سهار د کندهار ښار د دويمې حوزې اړوند د محکمې ترڅنګ شوې ده.
هغه زياته کړه، یوې ښځې خپل پخوانی خاوند په توپانچه ویشتلی چې له امله یې هغه ځای پر ځای وژل شوی او له پېښې وروسته ښځه هم نیول شوې ده.
د نوموړي په خبره، نیول شوې ښځه ادعا کوي چې پخواني خاوند یې څو کاله مخکې طلاقه کړې وه، خو له طلاق وروسته یې هم پرلهپسې مزاحمت ورته کاوه او په بېلابېلو ډولونو یې ځوروله.
د معلوماتو له مخې، نیول شوې ښځه د اروزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکې ده او وژل شوی کس د هلمند د حیدراباد اوسېدونکی و.
د کندهار امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې په تړاو نورې څېړنې روانې دي.
کندهار کې یوې ښځې خپل پخوانی خاوند په ډزو وژلی