ژبه

د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ ومړ

احمد صهیب حسرت

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۴

Views: ۳

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ تایید کړې چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.

یاد بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي چې هغه د افغانستان کرکټ یو له بنسټ‌اېښودونکو و و چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې‌کېدونکو هلو ځلو یې په هېواد کې د دې لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

خبرپاڼه کې راغلي: «شاپور جان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د افغانستان کرکټ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ؛ د هغه هلې ځلې او لاسته‌راوړنې به تل د افغانستان د کرکټ د تاریخ یو مهم څپرکی پاتې شي او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه هڅې به هیڅکله هم هېرې نه شي.»

له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه‌والو لپاره د الهام رښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه څو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرکټ پر راتلونکي باور ولري.

د یادونې ده، شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې ناروغ او په هند کې تر درملنې لاندې و چې تېره شپه یې ساه ورکړې ده.