ژبه

کورنیو چارو وزارت: فراه کې له پولیسو سره نښته کې یو «غل» وژل شوی

Hiratullah Kakar

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۳۱

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت په شیب‌کوه ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې یو «غل» وژل شوی، یو ټپي شوی او یو بل نیول شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ولایت د شیب‌کوه ولسوالۍ د حوزک سیمې کې یو کور ته د «غلو» د اوښتو هڅه د امنیتي او کشفي ځواکونو د پر وخت عملیاتو په پایله کې شنډه شوه.

سرچینه زیاتوي: «له امنیتي ځواکونو سره د غلو د مخامخ نښتې په پایله کې یو غل وژل شوی، یو ټپي دی، یو نیول شوی او یو تن په تېښته بریالی شوی، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.»

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو څخه څلور میله تومانچې، یو لوکسل موټر، ۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ایراني تومن، ۵۰۰۰ افغانۍ ترلاسه شوي دي.