غزنيښار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني ښاروالي وایي، په دغه ښار کې د ملکي روغتون د سړک د پراختیا چارې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې چې له بشپړېدو سره به یې ترافیکي ستونزې راکمې شي.
د غزني ښاروال مولوي ابومحمد ثابت د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه سړک چې د کابل ـ کندهار له عمومي لارې تر بهلول سړک پورې غځېدلی، څه باندې یو کیلومتر اوږدوالی لري او د پروژې له مخې به ۳۰ متره پراخ شي، دواړو غاړو ته به یې معیاري ویالې، پلي لارې او نور اړین ښاري تأسیسات جوړ شي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې له بشپړېدو سره به ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او ناروغان به په کم وخت کې تر ملکي روغتونه رسېږي او د ښار د ترافیکي نظم په ښهوالي کې به مهم رول ولوبوي.
د نوموړي په خبره چې د دې پروژې چارې باید مخکې پیل شوې وای، خو د سړک په اوږدو کې د یو شمېر غیرقانوني هټیو او شخصي ودانیو شتون د هغې د پلي کېدو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي وو.
ښاروال وویل چې دغه پروژه د ښاروالۍ له داخلي بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
هغه دغهراز زیاته کړه، ښاروالي په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر نورو پرمختیايي پروژو د پلې کولو پلان هم لري.
په همدې حال کې، د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او وایي، د سړک پراختیا به د ښار ترافیکي ستونزې راکمې او د خلکو ورځنی تګ راتګ به اسانه کړي.
د سیمې قومي مشر حاجي نصیراحمد پژواک ته وویل، د دې لارې خراب وضعیت له کلونو راهیسې خلکو، په ځانګړي ډول ناروغانو او د هغوی کورنیو ته ستونزې جوړې کړې وې.
هغه زیاته کړه: «له ښاروالۍ غواړو چې پروژه پر ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه کړي؛ ځکه د سیمې خلک له اوږدې مودې راهیسې د دغه سړک د جوړېدو غوښتنه کوي.»
یوه بل قومي مشر حاجي عبدالحکیم هم وویل چې د ملکي روغتون پر دغه سړک هر وخت ترافیکي ګڼهګوڼه وه او ناروغان به ډېری وخت روغتون ته ناوخته رسېدل.
هغه زیاته کړه: «دا یوازې د سړک پروژه نه ده، بلکې د خلکو د ژوند د اسانتیا پروژه ده؛ هیله لرو چې چارې یې د تخنیکي معیارونو له مخې او په ښه کیفیت ترسره شي.»
د یادې پروژې پليکوونکي شرکت مسوول بختیاجان مراد هم وویل چې شرکت یې ژمن دی پروژه د قرارداد له شرایطو او تخنیکي معیارونو سره سم، د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د یادونې ده، د غزني د ملکي روغتون سړک د ښار له مهمو او بوختو لارو ګڼل کېږي؛ هره ورځ د غزني ښار او ولسوالیو ترڅنګ د پکتیا، پکتیکا او میدانوردګو ولایتونو سلګونه ناروغان، د هغوی پایوازان او وسایط له همدې لارې تګ راتګ کوي، خو د دغه سړک د تنګوالي او ترافیکي ګڼېګوڼې له امله خلک له اوږدې مودې راهیسې شکایتونه لري.