کابل (پژواک، ۲۵ سرطان ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د نښتو په پنځمه ورځ یو ځل بیا په ایران کې پر څو هدفونو د بریدونو خبر ورکړی، بل لور ته د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
امریکا په تېرو څلورو ورځو کې په ایران کې پر بېلابېلو هدفونو بریدونه کړي او ایران هم په ځواب کې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
سینټکام تېره شپه د افغانستان پر وخت یوولس بجې او ۴۳ دقیقې پر خپله اېکسپاڼه پر ایران د نوو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی.
یادې قوماندانۍ وروسته په بله خبرپاڼه کې وویل چې په دې پړاو بریدونو کې یې «د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیسټمونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوې او د ایران ساحلي څارنیز تاسیسات» په نښه کړي او اوس دا بریدونه پای ته رسېدلي دي.
د سینټکام په خبره، د دغو بریدونو موخه د «ایران هغه وړتیا له منځه وړل دي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو بېګناه عملې ته ګواښ پېښوي.»
سینټکام ویلي چې د بندرعباس په ګډون د ایران په بېلابېلو سیمو کې یې د «دقیقو هدایتکېدونکو مهماتو» په کارولو سره بریدونه کړي دي.
بلخوا، د ایرنا خبري اژانس د سمنان ولایت د امنیتي او انتظامي دفتر د رییس محمود قدرتي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د تېرې شپې په بریدونو کې د دغه ولایت هوايي ډګر هم په نښه شوی دی.
هغه ویلي چې په دې پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
په همدې حال کې، د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کویټ کې یې د امریکا اړوند د «عليسالم» اډې د مخکني خبرداري رادار سیسټم په نښه کړی دی.
سپاه همدارنګه زیاته کړې چې په کویټ کې یې د امریکايي ځواکونو د راټولېدنې پر ځای هم برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریدونه «د توغندیزو وړتیاوو او بېپیلوټه الوتکو په کارولو ګډ عملیات» وو.
تسنیم خبري اژانس په یوه بل راپور کې د ایران د پوځ له قوله لیکلي چې د «صاعقه» عملیاتو په نهم پړاو کې او د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې د اردن د الازرق په پوځي اډه کې د امریکا د پوځ مخابراتي سیسټمونه او د سونتوکو زېرمې د انتحاري بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.