کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، نن سهار د الجزایر پلازمېنې الجزیرې ته نږدې په یوه روزنتون کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز په راپور کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې دغه پېښه د الجزیرې په محمدیه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ژغورنې ډلو پنځه معلول کسان له روزنتون څخه روغ رمټ ایستلي دي.
د محمدیه سیمې ۵۸ کلن اوسېدونکي الیاس ګبریني، چې د اورلګېدنې شاهد و، ویلي چې د سیمې اوسېدونکي د اورلګېدنې له خبرېدو وروسته له خپلو کورونو راووتل او د پېښې ځای ته ورغلل.
هغه ویلي: «دا رښتیا هم ډېره دردوونکې پېښه ده؛ په خپلو سترګو د داسې حالت لیدل اسانه نه دي.»
الجزایر په وروستیو ورځو کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دی.
د الجزایر دولتي خبري اژانس«APS» د ملکي خوندیتوب د عمومي ریاست په حواله راپور ورکړی چې د جولای له اتمې راهیسې، د ملکي خوندیتوب ځواکونو په ټول هېواد کې ۹۱۳ اورلګېدنې مهار کړې دي.