کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د مصر د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد د سینا ټاپووزمې په سوېل کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د مصر د سینا په سوېل کې د دهب–نویبع پر سړک رامنځته شوې ده.
د مصر د روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخوا، د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد یو شمېر اتباع هم په بس کې سپاره وو او لومړني معلومات ښيي چې له ډلې یې یو شمېر کسان مړه شوي او ټپیان دي؛ خو د هغوی کره شمېر نه دی اعلان شوی.
هغه ساحلي سیمه چې دغه پېښه پکې شوې، د سره سمندرګي څنډه کې پرته ده او د سیلانیانو له مهمو سیمو ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د مصر په اسماعیلیه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي وو.