کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وايي، د امریکا استازي به په نږدې ورځو کې کييف او مسکو ته سفر وکړي، څو د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې بېرته پیل شي.
ګارډین ورځپاڼې نن (جمعه) راپور ورکړی چې زلېنسکي په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، د دغو لیدنو لومړنۍ نېټې ټاکل شوې دي او اوکراین کييف ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازو د ورتګ په تمه دی.
زلېنسکي ویلي: «ټاکل شوې چې له هغوی سره په مسکو او کييف کې لیدنې ترسره شي او موږ په نږدې ورځو کې د دغو لیدنو په تمه یو. ډېره مهمه ده چې امریکا خپل فعال رول ته دوام ورکړي.»
ګارډین راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه ویلي، په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم فرصت شته.
د راپور له مخې، پوتین په یوه اقتصادي غونډه کې ویلي چې یو شمېر هېوادونه، د امریکا او چین په ګډون، د سولې د هوکړې ملاتړ ته چمتو دي؛ خو د نوموړي په وینا، په پای کې دا موضوع باید د جګړې د دواړو ښکېلو هېوادونو، روسیې او اوکراین له خوا حل شي.
پوتین ویلي: «ایا فرصت شته؟ زما په اند، هو، شته.»
د ګارډین د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې غواړي جګړه پای ته ورسېږي او د دواړو لورو د مرګژوبلې مخه ونیول شي. هغه له «جيبي نیوز» شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زه یوازې غواړم چې د دې جګړې پای ووینم. فکر کوم، موږ به دې موخې ته ورسېږو.»
ټرمپ زیاته کړې چې له اروپايي هېوادونو به وغواړي هغه لګښتونه جبران کړي چې امریکا تر دې مخکې د اوکراین لپاره د پوځي مرستو او مهماتو په برابرولو کې کړي دي.
ګارډین په راپور کې د روسیې او اوکراین د چارواکو له قوله د دواړو لورو د بریدونو او مرګژوبلې د دوام خبر هم ورکړی دی.
د راپور له مخې، روسي چارواکو ویلي چې د اوکراین له خوا پرون د روسیې په بلګراد سیمه کې په برید کې څلور کسان وژل شوي چې دوه یې روغتیايي کارکوونکي وو او درې نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، زلېنسکي ویلي چې د روسیې بېپیلوټه الوتکو برید د کييف ښار ته څېرمه د کوکاکولا یوې فابریکې ته زیان اړولی، خو په دې پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي.
اوکرایني چارواکو هم ویلي چې پر کييف د روسیې په پرونۍ حمله کې ۱۰ کسان ټپیان شوي او یوې استوګنیزې لوړې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.