ژبه

په پېښور کې د امریکا کونسلګري وتړل شوه

احمد صهیب حسرت

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۳

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ اعلان کړی چې فعالیت یې پای ته رسېدلی او له خیبرپښتونخوا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو مسوولیت د امریکا سفارت ته په اسلام‌اباد کې سپارل شوی دی.

په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له خیبر پښتونخوا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو مسوولیت اوس په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت د خیبر پښتونخوا واحد (KPU) ته سپارل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د پېښور کونسلګرۍ اېکس‌پاڼه نور فعاله نه ده.»

یادې ډیپلوماټیکې استازولۍ له خلکو غوښتي چې د تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په فېسبوک، انسټاګرام او اېکس کې په پاکستان کې د امریکا د سفارت رسمي پاڼې تعقیب کړي.

کونسلګرۍ زیاته کړې چې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او له خیبر پښتونخوا او د پاکستان له نورو سیمو سره د مشارکت برخو کې د امریکا د روانو ډیپلوماټیکو هڅو اړوند معلومات به د امریکا د سفارت په رسمي وېب‌پاڼه کې خپرېږي.