کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین په سوېللوېدیځ چونګچینګ ښار کې د ځمکې ښوېدنې له امله اته کسان مړه، ۳۴ نور نادرکه او لس کسان ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په ورځ سهار ۹:۰۸ بجې د پینګشوی ولسوالۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د ځمکې ښوېدنې له امله د غره په لمنه کې څو استوګنیزې ودانۍ نړېدلې او له شاوخوا سیمو څخه تر زرو ډېر کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، د جمعې تر ماسپښین پورې لس کسان ټپیان شوي وو چې د دوو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د چین ولسمشر شي جینپینګ لارښوونه کړې چې د نادرکه کسانو د لټون او ژغورنې عملیات دې دوام ومومي او د ځمکې ښوېدنې لامل دې وڅېړل شي.
تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم شوی.