کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د انګلیستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د مقام ټاکنې لوبه کې فرانسې ته ۶-۴ ماته ورکړه او د دغو سیالیو په درېیمه درجه کې راغی.
د راپورونو له مخې، د انګلیستان لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمايي د ډیکلن رایس، ازري کونسا او د بوکایو ساکا د دوو ګولونو په مټ په برلاسۍ پای ته ورسوله.
ساکا د لوبې په ۸۷مه دقیقه کې د پنالټي له لارې خپل درېیم ګول هم وواهه او هټټرېک یې بشپړ کړ.
د فرانسې له لوري کیلیان امباپه دوه ګولونه ووهل او په دې سیالیو کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه او د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د غوره ګولوهونکو د جدول په سر کې راغی.
هغه همدارنګه د نړۍوال جام په تاریخ کې د خپلو ټولو ګولونو شمېر ۲۲ ته ورساوه او د دغو سیالیو د تاریخ د غوره ګولوهونکي ریکارډ یې په خپل نوم ثبت کړ.
د فرانسې نور دوه ګولونه براډلي بارکولا او عثمان ډیمبلي ووهل، خو جوډ بلېنګهم د لوبې په اضافي وخت کې د انګلیستان شپږم ګول وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې یقیني کړه.
دغه لوبه د فرانسې د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د دیدیه دېشان وروستۍ لوبه هم وه. هغه د «خروسونو» له لوبډلې سره تر ۱۴ کلنې روزنې وروسته، د ۱۸۵ لوبو په ترسره کولو خپله دنده پای ته ورسوله.