ژبه

افغانستان کې د هوا ګرمېدو څپه؛ له روغتیايي اندېښنو تر چاپېریالي خبرداریو

سهراب سروری

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۳

Views: ۲۵

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د کابل به ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د ګرمۍ له سختې څپې سره مخ دي او ځینو سیمو کې د تودوخې درجه ان د سانتي‌ګراد له ۴۵ درجې لوړه شوې ده؛ ډاکټران د لمر وهلو او د بدن اوبو د کمښت د خطر زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي او کارپوهان اقلیمي بدلونونه او د شنو ساحو کمښت د دغه وضعیت د لا خرابېدو له عواملو بولي.

د افغانستان اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه خبرداری ورکړی و چې د چنګاښ تر ۳۱مې پورې به د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د تودوخې درجه له ۴۵ پورته لاړه شی.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګرمۍ دغه څپه به بلخ، جوزجان، فراه، نیمروز او هلمند ولایتونه ډېر اغېزمن کړي.

د عامې روغتیا وزارت هم پرون پر خپله ایکس‌پاڼه د روغتیايي پیغام لرونکی انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: «خپل ماشومان د اوږدې مودې لپاره لمر ته مه پرېږدئ؛ کېدای شي لمر یې ووهي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان هم د اېکس‌پاڼې له لارې د افغانستان خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي: «په افغانستان کې هوا ګرمه شوې ده، ځان او خپلې کورنۍ له سختې ګرمۍ وساتئ.»

سرچینې زیاته کړې: «د ډېرې ګرمۍ پر مهال له سختو فعالیتونو ډډه وکړئ، ماشومان په پارک شوو موټرو کې مه پرېږدئ، هره ورځ له یوه تر دوو ساعتونو پورې په سړو ځایونو کې پاتې شئ، د لمر عینکې یا پیک‌لرونکې خولۍ وکاروئ، په پرله‌پسې ډول اوبه وڅښئ او سپکې او پراخې جامې واغوندئ.»

پژواک په دغه راپور کې له ډاکټرانو، چاپېریالي کارپوهانو او د کابل له یو شمېر اوسېدونکو سره خبرې کړې دي، څو د ګرمۍ د زیاتېدو عوامل، د خلکو پر روغتیا یې اغېزې او له دې امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي لارې چارې وڅېړي.

سخته ګرمي؛ د کابل د اوسېدونکو د ګرمو ورځو کیسه

د ماسپښین یوه بجه ده، د کابل واټونه تر بل هر وخت تش ښکاري، کارګران تر سوځنده لمر لاندې په کار بوخت دي او سړې اوبه ډېرې پېرل کېږي.

احمدصالح چې لاسي کراچۍ لري او ترکاري پلوري، په داسې حال کې چې په غاړه کې پر پراته دسمال یې خپلې خولې وچولې پژواک ته وویل: «سږ کال د نورو کلونو په پرتله هوا ډېره ګرمه ده، کومه ترکاري چې نن ونه پلورل شي په سبا یې خرابېږي، موږ یې هم بېخي بې‌شیمې کړي یو.»

هغه وايي، اوبه ډېرې څښي څو په بدن کې یې اوبه کمې نه شي.

له بلې خوا، د کابل ښار د کارته پروان اوسېدونکې سوسن اوریاخېل وايي چې په ښار کې د هوا ډېرې ګرمېدو له امله څو ځلي دا او د کورنۍ نور غړي یې لمر ووهل، له همدې امله اوس لږ له کوره بهر وځي.

هغه زیاتوي چې په ځینو نورو پرمختللو هېوادونو کې د خلکو لپاره د اوبو شیندونکو کولرونو په څېر اسانتیاوې دي او هیله لري چې یوه ورځ به دا ډول اسانتیاوې په افغانستان او کابل ښار کې هم برابرې شي.

د نوموړې په خبره چې د سختې ګرمۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د سړو اوبو څښل، په سړو اوبو حمام کول او په ساړه چاپېریال کې اوسېدل له ګرمۍ د ځان ساتلو ښې لارې دي.

اوریاخېل وایي چې د برېښنا پرچاوي هم د کابل د دغو ګرمو ورځو پر مهال د خلکو لپاره بله ستونزه ده.

د کابل ښار د تایمني پروژې د درېیم سړک اوسېدونکې زهرا حمیدي هم د دوبي په دغو ګرمو ورځو کې د برېښنا پرچاویو له زیاتېدو شکایت کوي او وايی چې د ډېرې ګرمۍ د مخنیوي لپاره د خپلې کورنۍ غړو ته د لیمو شربت چمتو کوي، هندواڼې خوري او اوبه څښي.

له بلې خوا، د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکی سحاب سروري وايي چې په دې وروستیو ورځو کې هوا تر پخوا ډېره ګرمه شوې ده.

هغه وویل: «په ښوونځي کې زموږ د ازموینو ورځې دي او په ګرمه هوا کې په ډېرې سختۍ ازموینه ورکوو.»

د اوبو یو پلورونکی: هره ورځ څو بستې اوبه پلورم

۱۲ کلن احمدخالد چې د یخ په ډک سطل کې یې د معدني اوبو بوتلونه ایښي او د سړک پر غاړه ناست و، پژواک ته وویل: «له هغې ورځې چې هوا ګرمه شوې، زموږ پلور ډېر زیات شوی؛ مخکې په ورځ کې له یوه تر دوو بستو ډېرې اوبه نه پلورل کېدې، خو په دې ورځو کې تر ماښامه پورې تر پنځو ډېرې بستې اوبه پلورل کېږي.»

هغه وايي چې په ګرمو ورځو کې د لمر وهلو د مخنیوي لپاره د اوبو څښلو ترڅنګ ډېر ایسکریم هم خوري.

د ډاکټرانو خبرداری؛ سخته ګرمي د خلکو روغتیا ګواښلی شي

د وزیر محمداکبرخان روغتون د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سید فریدشاه رفیعي له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د سختې ګرمۍ له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره خلک باید د سهار له ۱۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې، پرته له اړتیا، له کوره بهر ونه وځي.

هغه زیاته کړه، که له کوره وتل اړین وي، باید له چترۍ، خولۍ یا سیوري، د لمر له عینکو او نریو او روښانه رنګ جامو څخه استفاده وکړي او په کافي اندازه اوبه وڅښي؛ ځکه بدن د خولې له لارې اوبه او مالګه له لاسه ورکوي او د بدن د اوبو کمښت د لمر وهلو لامل کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې ماشومان، مېندواره ښځې، زاړه کسان او هغه چې په شکر، سرطان او د پښتورګو په څېر مزمنو ناروغیو اخته دي، تر نورو ډېر له خطر سره مخ دي. د هغه په خبره، د پوستکي او خولې وچوالی، د زړه درزا، ساه لنډي، سردرد او په سختو مواردو کې بې‌هوښي او کوما د ګرمۍ وهلو نښې دي.

رفیعي ټینګار وکړ چې د لمر وهلو په صورت کې باید ناروغ کس ساړه ځای ته بوتلل شي، پښې یې لوړې کېښودل شي، پر تندي، غاړه او سینه یې سوړ ټوکر یا یخ کېښودل شي او که توان ولري، ساړه مایعات دې وڅښي؛ که نه، باید ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.

هغه سپارښتنه وکړه چې هره ورځ باید له دوو تر درېیو لېټرو اوبه وڅښل شي او هغه کسان چې لمر ته ډېر ګرځي، له درېیو تر پنځو لېټرو پورې اوبه دې څښی. نوموړي همدارنګه د هندواڼې، انګورو، مڼې، بادرنګ او پالک په څېر د اوبو لرونکو مېوو او سبزیو کارول او د ګازلرونکو مشروباتو، خوږو څښاکونو، انرژۍ مشروباتو، سرو شوو خوړو، ډېرې مالګې او خوږو له زیات استعمال څخه ډډه کول د بدن د اوبو د کمښت د خطر په راکمولو کې اغېزناک وبلل.

د کابل په ملي او تخصصي انتاني روغتون کې د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري هم ورته سپارښتنې وکړې او ویې ویل، هغه کسان چې لمر ته کار کوي، باید خولۍ یا لوند ټوکر وکاروي، په کافي اندازه پاکې یا جوش شوې اوبه وڅښي او له مشروباتو او قهوې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه چې لوړه تبه، کانګې، کمزوري، سرګرځېدل او سردرد د لمر وهلو نښې دي او په داسې مواردو کې باید ناروغ ساړه ځای ته بوتلل شي، په خپل‌سر دې درمل نه خوري او د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره دې روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.

په افغانستان کې د ګرمۍ څپه؛ له اقلیمي بدلونونو تر انساني اغېزو

د چاپېریال‌ساتنې کارپوه نجیب‌الله سدید وايي چې په افغانستان کې د ګرمۍ روانه څپه یوه برخه طبیعي او بله برخه یې د انساني لاسوهنو له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل، د ګرمۍ څپې په طبیعي ډول د هوا په لوړو طبقو کې د لوړ اتموسفېري فشار له امله د حرارتي ګنبد د رامنځته کېدو په پایله کې جوړېږي. دا پدیده د هوا له کښته کېدو او د تودوخې انرژۍ له ازادېدو سره د ځمکې سطحې ته نږدې د تودوخې د درجې د لوړېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه چې اقلیمي بدلونونو دغه بهیر لا پسې پیاوړی کړی؛ ځکه ځمکه، په ځانګړي ډول د مرکزي اسیا برخه، په وروستیو کلونو کې د تودوخې د لا ډېرېدو شاهده ده.

د نوموړي په خبره، د دې موضوع انساني اړخ په ښارونو کې د شنو ساحو له منځه تلو او د اوبو د ساحو له کمېدو سره تړاو لري؛ هغه سیمې چې د لمر د انرژۍ په جذب او د اوبو په تبخیر سره د تودوخې په کمولو کې رول لري. هغه په کابل کې د کول حشمت‌خان سیمه د بېلګې په توګه یاده کړه او ویې ویل چې دغه سیمه نور د پخوا په څېر نه ده پاتې.

نوموړي زیاته کړه چې د کابل په ډېرو برخو کې نباتي پوښښ له منځه تللی او پراخې سیمې په کانکریټ او قیر پوښل شوې دي؛ هغه موضوع چې له پراخو ودانیزو چارو سره یوځای د ښار په کچه د محسوسې تودوخې د لوړېدو لامل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې کله د ګرمۍ څپې له رطوبت سره مل شي، د لمر وهلو خطر زیاتېږي او د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو اغېز کوي. د هغه په خبره، په ډېرو هېوادونو کې د سختې ګرمۍ له امله د کارونو یوه برخه د شپې ساعتونو ته لېږدول کېږي.

سدید وویل، سخته ګرمي د انسانانو پر ژوند سربېره پر کرنې، اوبیزو سرچینو، طبیعي یخچالونو او نباتي پوښښ هم منفي اغېز کوي او که ورښتونه کم او ځنګلونه وچ شي، د اورلګېدنې خطر هم زیاتېږي.

هغه ټینګار وکړ چې خلک کولای شي د ګرمۍ د اوج پر مهال د بهر له فعالیتونو سره د مخامخ کېدو په کمولو، د چترۍ، ټوکر او د لمر ضد کریم په کارولو او د ډېرو اوبو په څښلو سره د سختې ګرمۍ خطرونه راکم کړي. د هغه په وینا، په لویه کچه د نباتي پوښښ ښه کول، د بڼونو جوړول، د اوبو د ساحو پراختیا او د ونو کېنول د ګرمۍ د څپو د اغېزو د کمولو لپاره اغېزناکې لارې دي.

هغه وویل چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ګرمۍ څپې زیاتې شوې او په افغانستان کې چاپېریالي بدلونونو د دې پدیدې اغېزې لا شدیدې کړې دي؛ په داسې حال کې چې پخوا د نباتي پوښښ، شنو ساحو، ډنډونو او ډېرو جهیلونو د شتون له امله د دې پدیدې شدت کم و.

په ماشومانو کې د حادې نسناستې پېښې؛ د روان میلادي کال په ترڅ کې څه باندې ۶۴۴ زره پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د روان میلادي کال په ترڅ کې له پنځو کلونو کم‌عمره ۶۴۴ زره او ۸۱۲ ماشومان پر حادې نس‌ناستې اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ځینې ناروغۍ له موسمونو سره تړاو لري او د هر موسم په تېرېدو سره  کمېږي او زیاتېږي.

زمان وویل چې د ګرمۍ موسم په رارسېدو سره په ګرمو ولایتونو کې د حادې نس‌ناستې پېښې زیاتېږي.

هغه زیاته کړه چې د تېر کال په پرتله سږ کال د حادې نس‌ناستې پېښې ډېرې دي، خوړو او د څښاک پاکو اوبو ته د زلزله‌ځپلو او سېلاب‌ځپلو خلکو محدود لاسرسی د دې موضوع له اصلي عواملو څخه وباله.

هغه زیاته کړه چې له دې سره سره، ټولو ناروغانو ته رسېدنه شوې او د عامې روغتیا وزارت له کومې جدي ستونزې سره نه دی مخ شوی.