پلعلم (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یو کیلومتر په اوږدوالي یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د پلعلم ښاروال مولوي محمدشاکر ثاقب نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، یاد سړک – چې یو کیلومتر اوږدوالی او شل متره سور لري – د پلعلم ښار د لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د نایب امینالله خان له روغتونه تر تخنیکي لېسې پورې په اساسي او معیاري ډول جوړېږي.
هغه وویل چې د یاد سړک جوړولو پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.
د هغه په خبره چې د یاد سړک جوړولو چارې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي او په بشپړېدو به یې د سیمې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
بلخوا، د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، دا مهال په لوګر ولایت کې د ۳۵ بنسټیزو پراختیايي پروژو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو لپاره د عامه خدمتونو کچه لوړه او بنسټیزې اسانتیاوې پراخې شي.
د نوموړي په خبره، د دغو پروژو پلې کېدل د ښاري پراختیا، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښهوالي لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د یادونې ده، د پلعلم ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ کال لپاره د ۱۰ پراختیايي پروژو د پلي کولو پلان اعلان کړی چې د یاد سړک پروژه یې له مهمو او لومړیتوب لرونکو پروژو شمېرل کېږي.