ژبه

تېره ورځ هېواد ته له ایران او پاکستان څخه ۴۳۱ کورنۍ راستنې شوې دي

ارشیف

هجرت‌الله کاکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۶

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ ۴۳۱ کورنۍ – چې ۲۱۹۹ کسان کېږي – هېواد ته راستنې شوې؛ ۲۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۰۸ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۳۷ کورنۍ چې ۱۷۶۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخمه ۱۵۵ کورنۍ چې ۸۰۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره څه باندې ۶۷۶ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۵۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۳۹ کورنۍ چې ۲۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۸ کورنۍ چې ۱۴۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۳۶۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۳۹ کورنیو سره په ټولیز ډول ۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۲ کورنۍ چې ۱۶۷ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۲۹۴ مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستې برخه کې له څلورو کورنیو سره په ټولیز ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې او ۲۳۱ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۳ کورنۍ چې ۵۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۳ کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۴۹ کورنۍ چې ۳۱۱ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۲۳۹ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۴۳۱ کورنۍ چې ۲۱۹۹ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۲۳۲ کورنۍ چې ۱۲۶۱ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۳۰۸ کورنیو سره مرستې شوې دي.