کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۵): د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند خبرداری ورکړی چې که کوم هېواد د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د کارولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې هرکلی وکړي، د ایران وسلهوال ځواکونه به یې هرمز تنګي کې د تېرېدونکو بېړیو مخه ونیسي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د «ایرفورس وان» الوتکه کې له خبریالانو سره خبرو کې، په هرمز تنګي کې سوداګریزو بېړیو ته د اوښتو زیانونو په اړه ویلي وو چې واشنګټن نه غواړي له خپلو پیسو د کښتۍ چلولو شرکتونو ته تاوان ورکړي.
هغه زیاته کړې وه چې د دغو زیانونو تاوان به په امریکا کې د ایران له کنګل شوې شتمنۍ ورکړل شي.
په همدې حال کې، د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري دې موضوع ته غبرګون ښودلی دی.
نوموړي ویلي چې هر شرکت او هېواد چې د ایران له شتمنیو پیسې ترلاسه کړي، بېړۍ به یې له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ونه لري.
هغه ټینګار کړی: «د امریکا جنایتکار ولسمشر ته د دغه ناقانونه اقدام د پایلو په اړه له خبرداري سره، ټولو هغو شرکتونو او هېوادونو ته چې د ټرمپ د وړاندیز هرکلی وکړي او په دې نوم د ایران له کنګل شوې شتمنۍ استفاده وکړي، اعلانوو چې له دې وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه د هغوی هیڅ بېړۍ ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورنه کړي.»