ژبه

د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو هڅې؛ قطر: د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده

خواجه نصیراحمد صدیقی

۸ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۶

Views: ۷

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): قطر وايي، د امریکا او ایران ترمنځ پیغامونه لېږدوي او د دواړو لورو ترمنځ د ګډ دریځ رامنځته کولو او هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې دي؛ په همدې حال کې د امریکا ولسمشر هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې واشنګټن د اټومي امتیازونو په بدل کې د ایران د ځینو بندیزونو د کمولو او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو وړاندیز کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري ویلي، دوحه هڅه کوي د تهران او واشنګټن دریځونه سره نږدې کړي او د هوکړې لپاره زمینه برابره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې تایید کړې چې په تېرو څو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ ناستې او د پیغامونو تبادله شوي دي؛ د دغو تماسونو یوه برخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پر مهال ترسره شوې او د خبرو د دوام هڅې روانې دي.

په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او ادعا یې کړې چې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي. هغه د اکسیوس او سي‌اېن‌اېن هغه راپورونه هم رد کړي چې د نوم نه‌ښودل شویو امریکايي چارواکو له قوله یې لیکلي وو، واشنګټن ښايي د ایران په اټومي موضوع کې د مشخص پرمختګ په بدل کې ځینې بندیزونه نرم او د تهران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

ایران وايي اټومي وسلې نه لري او د جوړولو نیت یې هم نه لري، خو ټینګار کوي چې د اټومي ټکنالوژۍ د سوله‌ییزې استفادې حق لري. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، تهران د اټومي پروګرام او نورو موضوعاتو په اړه خبرو ته چمتو دی، خو «فشار او اجبار» نه مني.

تېره اوونۍ ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو وړاندیز  کړی و چې له مخې یې، د هوکړې په صورت کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې د درولو لپاره اووه ورځنی بهیر پیل شي. ټرمپ دغه وړاندیز رد کړ، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې واشنګټن د منځګړو له لارې تهران ته د دې وړاندیز رسمي رد نه دی رسولی.

د ایران او امریکا جګړې د نړۍ د انرژۍ پر عرضه او د هرمز تنګي له لارې د تېلو وړونکو بېړیو پر تګ راتګ محدودیتونو د انرژۍ پر نړیوالو بیو اغېز کړی.

 د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د روانو هڅو یوه موخه دا ده چې سوله‌ییز حل ته لاره هواره او په هرمز تنګي کې د بېړیو ازاد تګ راتګ بېرته پیل شي.

په همدې حال کې، د امریکا د انرژۍ وزارت د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد له ستراتیژیکو زېرمو څخه تر ۴۰ میلیونو بېرلو پورې خام تېل د تبادلې په بڼه د انرژۍ شرکتونو ته ورکوي؛ دا اقدام د انرژۍ د نړیوالې ادارې د غړو هېوادونو د ګډ پروګرام برخه بلل شوې چې موخه یې د نړۍ د تېلو د بازار له ثبات سره مرسته ده.