کابل (پژواک) – د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د دغه هېواد د هرمزګان ولایت په سیریک سیمه کې پر مخابراتي برج د هوايي برید غبرګون کې یې په بحرین کې د امریکا د خبرداري لومړنی رادار په نښه او ویجاړ کړی دی.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې چې د ایران نیمهرسمي تسنیم خبري اژانس خپره کړې، ویل شوي چې د دغه ځواک هوافضایي ځواکونو دغه برید په سیریک سیمه کې پر یوه مخابراتي برج د هوايي برید په غبرګون کې کړی دی.
د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د دغه ځواک هوافضایي ځواکونو په بحرین کې د امریکا د خبرداري رادار په نښه او ویجاړ کړی دی.
سپاه پاسداران دغه اقدام امریکا ته «جدي خبرداری» بللی او ویلي یې دي چې که د ورته بریدونو او اقداماتو لړۍ تکرار شي، هوافضایي ځواکونه یې د هر ډول غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري.
په اعلامیه کې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د قاچاق برخه کې فعالیتکوونکو شرکتونو ته هم خبرداری ورکړل شوی او ویل شوي چې د ورته فعالیتونو په دوام به له سختو اقداماتو سره مخ شي.
د امریکا او بحرین چارواکو د سپاه پاسداران د دې ادعا په اړه تر اوسه سمدستي څه نه دي ویلي او د رادار د ویجاړېدو ادعا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.










