کابل (پژواک) – د جرمني د موټرو جوړولو شرکت مرسډېس بینز اعلان کړی چې په دغه هېواد کې خپلې نوې پانګونې دروي او د لګښتونو کمولو په موخه د ځینو فابریکو د تړلو احتمال هم څېړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغه شرکت مدیره پلاوي پرېکړه کړې چې په جرمني کې خپلو ټولو تولیدي مرکزونو ته نورې پانګونې د لنډې مودې لپاره ځنډوي.
سرچینه لیکي چې دغه پرېکړه له کارکوونکو د لګښتونو کمولو په اړه له استازو او د کارګرانو له اتحادیو سره د خبرو اترو له نه پرمختګ وروسته شوې ده.
د مرسډېس بینز د تولید برخې مسوول مایکل شیبه ویلي چې د شرکت مدیره پلاوي په جرمني کې په خپلو ټولو مرکزونو کې د نوو پانګونو درولو پرېکړه کړې ده.
د دغه شرکت د مدیره پلاوي غړې بریتا زیګر ویلي، شرکت غواړي په هره بیه چې وي د فابریکو له تړلو ډډه وکړي، خو اوس اړ دی چې په جدي او تفصیلي ډول وارزوي چې په جرمني کې کوم تولیدي مرکزونه ساتلی شي.
د راپور له مخې، د مرسډېس بینز د دې پرېکړې یو لامل په جرمني کې د تولید لوړ لګښتونه او له چیني موټر جوړوونکو شرکتونو سره سخت رقابت دی.
په وروستیو کلونو کې د جرمني د موټرو جوړولو صنعت د پلور د کمښت، لوړو لګښتونو او په نړۍوال بازار کې د سیالۍ د زیاتېدو له امله له ستونزو سره مخ شوی دی.









