دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) – د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمرانخان دوه خویندې، عُظمیٰ خان او نورین نیازۍ، له څو اونیو بند وروسته د حکومت له خوا د توقیف د حکمونو له ځنډولو وروسته خوشې شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، عُظمیٰ خان او نورین نیازۍ د لاهور ښار په کوټ لکپت زندان کې ساتل کېدې او د پنجشنبې په ورځ خوشې شوې دي.
سرچینه لیکي چې د پاکستان حکومت د دواړو خویندو د توقیف حکمونه وځنډول چې له امله یې هغوی له زندانه خوشې شوې.
عمرانخان، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر دی، له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی او د هغه د خوشې کېدو غوښتنې د دغه هېواد په سیاسي وضعیت کې له مهمو موضوعاتو څخه دي.









