کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د امریکا سنا هغه پرېکړهلیک رد کړ چې له مخې یې باید د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د نهو امریکایانو د وژل کېدو او په اسراییلي پوځي توقیف کې له فلسطیني ماشومانو سره د چلند په اړه کانګرس ته راپور ورکړی وای.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پرېکړهلیک د دیموکرات سناتور کریس وان هولن له خوا وړاندې شوی و؛ د امریکا د سنا د رسمي ثبت له مخې، د هغه د مخته وړلو غوښتنه په ۴۷ موافقو او ۵۱ مخالفو رایو رد شوه.
سرچینه لیکي چې د پرېکړهلیک په متن کې د اسراییلو د حکومت له لوري د حسابورکونې د نشتوالي او د وژل شویو امریکایانو لپاره د عدالت د تامین په برخه کې د امریکا د هڅو د ناکامۍ یادونه شوې وه.
د راپور له مخې، که دغه پرېکړهلیک تصویب شوی وای، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به مکلف و چې په ۳۰ ورځو کې یو غیرمحرم راپور کانګرس ته وړاندې کړي. په دغه راپور کې به د نهو امریکايي اتباعو د وژل کېدو د قضیو د څېړنو ترڅنګ، په اسراییلي زندانونو کې د امریکايي اتباعو او په پوځي توقیف کې د فلسطیني ماشومانو د وضعیت په اړه معلومات شامل وو.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نهه امریکايي اتباع وژل شوي؛ په هغوی کې د الجزیرې فلسطینيالاصله امریکايۍ خبریاله شیرین ابو عاقله هم شامله وه چې د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې په جنین کې د راپور جوړولو پر مهال په ډزو ووژل شوه. دغه راز عایشهنور ایزګي ایګي د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د یوه اسراییلي په ډزو او سیفالله کامل مسلط د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د اسراییلي مېشتېدونکو د وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. پرېکړهلیک غوښتنه کوله چې د دغو قضیو د څېړنو او حسابورکونې په اړه معلومات کانګرس ته وړاندې شي.
الجزیره لیکي، په پرېکړهلیک کې د یو شمېر فلسطیني ماشومانو د نیولو او له هغوی سره د چلند موضوع هم یاده شوې ده.
د راپور له مخې، د یوه ۱۶ کلن فلسطیني په اړه ویل شوي چې نوموړی نهه میاشتې له محاکمې مخکې د اسراییلو په پوځي توقیف کې ساتل شوی و؛ د امریکا د سفارت چارواکو او وکیلانو یې کورنۍ ته ویلي وو چې هغه د توقیف پر مهال د خپل بدن نږدې څلورمه برخه وزن له لاسه ورکړی او ویلي یې وو چې وهل شوی او شکنجه شوی دی.
دغهراز سرچینه زیاتوي چې په پرېکړهلیک کې د بشري حقونو د بنسټونو له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې لږ تر لږه ۴۴ فلسطینیان د اسراییلو په پوځي توقیف ځایونو کې مړه شوي دي. دغو بنسټونو د وهلټکولو، ځورونې او ګواښونو په ګډون د ناوړه چلند یادونه هم کړې ده.
الجزیره د پرېکړهلیک له مخې لیکي، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي مېشتېدونکو بریدونه زیات شوي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې د هغو فلسطیني ملکي وګړو په تړاو، چې د اسراییلي مېشتېدونکو په بریدونو کې یې ژوند له لاسه ورکړی، د کوم مېشتېدونکي د محکومېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
وان هولن له رایې وروسته ویلي، که څه هم پرېکړهلیک رد شو، خو دی به د وژل شویو امریکایانو او له فلسطینیانو سره د چلند په تړاو د حسابورکونې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.