دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د امنیت لپاره پر ګومارل شوو پولیسو د وسلهوالو په ډزو کې دوه پولیس افسران وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
پاکستانۍ رسنۍ «جیو نیوز» نن د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې ناپېژاندو وسلهوالو د مومند ولسوالۍ د ډاګ تمانزۍ په سیمه کې پر هغو پولیسو ډزې کړې چې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د امنیت لپاره دندې ته روان وو.
سرچینې زیاته کړې چې په دغو ډزو کې دوه پولیس افسران وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
پولیسو ویلي چې د وسلهوالو د نیولو په موخه سیمه کلابنده شوې او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.











