کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي چې په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین ترمنځ د درېاړخیزو خبرو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی روان دی او ټینګار کوي چې د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره باید خبرې چټکې شي او اوکراین په دې برخه کې اړینو ګامونو اخیستو ته چمتو دی.
رویټرز خبري اژانس د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو په موخه به د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ درېاړخیزې خبرې د نومبر په لسمه او یوولسمه په ابوظبۍ کې ترسره شي.
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ویلي وو چې دغه خبرې به د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو، له جګړې وروسته د امنیتي هوکړو د ارزونې او د کړکېچ د کمولو په موخه ترسره شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د امریکا له استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره له یو نیم ساعت مفصلو خبرو وروسته، د یادې غونډې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی روان دی.
هغه زیاته کړې چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې په اړه د اوکراین، امریکا، فرانسې، بریتانیا، جرمني، اروپایي ټولنې، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو)، نړیوال بانک او د نړیوالې سوداګرۍ برخې د استازو په ګډون غونډه شوې ده.
د زلنسکي په وینا، ټاکل شوې په بروکسل کې د اوکراین د امنیتي تضمینونو په اړه بله غونډه هم ترسره شي.
هغه ټینګار کړی چې د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره باید د سولې خبرې په چټکۍ پر مخ ولاړې شي او اوکراین د اړینو ګامونو اخیستو ته چمتو دی.
زلنسکي زیاته کړې چې سوله بدیل نه لري او له جګړې وروسته امنیتي تضمینونه باید پیاوړي او د باور وړ وي.










