منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ټرمپ: د روان کال تر پایه به اسراییلو ته د امریکا کلنۍ مرستې بندې شي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېواد یې د ۲۰۲۶ کال له پای ته رسېدو وروسته اسراییلو ته خپلې کلنۍ مرستې بندوي، خو د هغه په وینا، اسراییل به لا هم وکولای شي چې امریکایي وسلې وپېري.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ له «فاکس نیوز» سره په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا اوسمهال اسراییلو ته شاوخوا څلور میلیارد ډالره کلنۍ مرستې ورکوي، خو دغه مرستې به د روان کال په پای کې بندې شي.

هغه زیاته کړې چې د مرستو د بندولو موضوع یې له څو کلونو راهیسې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره څېړلې او دا وړاندیز خپله نتانیاهو کړی دی.

ټرمپ ویلي: «هغه (نتانیاهو) ماته وړاندیز وکړ او ویې ویل چې زما په اند، مناسبه ده چې نور مرستې ترلاسه نه کړو.»

ټرمپ د امریکا او اسراییلو ترمنځ مرستې پوځي تجهیزات، نغدې پیسې او یا د توکو تبادله بللې او ټینګار یې کړی چې اسراییل به د امریکا لخوا د مرستو له بندېدو وروسته هم وکولای شي هر ډول امریکایي وسلې وپېري.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د امریکا او اسراییلو د امنیتي مرستو اوسنی تړون تر ۲۰۲۸ کال پورې اعتبار لري او له مخې یې امریکا هر کال اسراییلو ته شاوخوا ۳.۸ میلیارد ډالره مرسته ورکوي.

ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران او اسراییل – امریکا ترمنځ کړکېچ او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري. د امریکا او اسراییلو پوځي او امنیتي همکاري هم د دغو سیمه‌ییزو بدلونونو یوه مهمه برخه ده.